IQNA

د تهران د قرآن د دیرشم نړیوال نندارتون د فعالیت  نن وروستۍ ورځ ده

16:15 - April 14, 2023
د خبر لمبر: 3487182
ایکنا-(تهران)د قرآن کریم د دیرشم نړیوال نندارتون د پلانونې شورا په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ،نن جمعې ورځ د تهران د قرآن د نړیوال نندارتون وروستۍ ورځ ده .

ایکناخبري آژانس راپور راکړ،د قرآن کریم د دیرشم نړیوال نندارتون د پلانونې شورا د قدس د شپو په پای سره نن جمعې ورځ د قرآن د نندارتون د کار وروستۍ ورځ اعلان کړې او وئيلي ئې چې دغه نړیوال نندارتون چې ډيرې مثبتې  او ښې نتیجې ئې درلودلي ، نن پاي ته رسیږي.

د یادولو ده چې د قرآن کریم دیرشم نړیوال نندارتون  د ؛لولوو دې؛ په شعار سره د تهران د امام خمیني په عیدګاه یه مصلی کې له تیرو شلو ورځو راهسې پيل شوی چې د ایران روژتي ولس ئې ډير تود هرکلی کړی او دغه نندارتون هره ورځ د شپې تر دولسو بجو پوې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او نن به پاي ته ورسیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4133777/%D8%AC%D9%85%D8%B9%D9%87-

captcha